کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دوحه کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو د آزادولو د دوه ورځنیو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته، امریکا، مصر او قطر په یوه ګډه اعلامیه دغه خبرې رغنده بللي.
د اسوشیټډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې دغو خبرو کې دواړو خواوو (حماس او اسراییل) ته د اوربند پلان وړاندیز شوی او ټاکل شوې، چې د اوربند هوکړې د وروستي کولو لپاره منځګړي هېوادونه یو ځل بیا راتلونکې اونۍ په قاهره کې سره وګوري.
د غزې د اوربند دغه نوی پړاو تېره پنجشنبه د قطر په دوحه کې د حماس له حضور پرته د امریکا، مصر، قطر او اسراییل ترمنځ پیل شوی و.
دغه ناسته کې حـ ـماس له ګډون څخه پرېکوڼ کړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/