معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو تړونونه لاسلیک شول

لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو تړونونه لاسلیک شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۴مه نېټه):
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال شتون کې له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره د ۳ سوه ٦۵ میلیونو افغانیو په ارزښت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو رسولو قراردادونه لاسلیک کړل.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل چې دوی په ټول توان هڅه کوي، څو افغانانو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په ښه او لوړ کېفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي.
د دغو تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ام ‌ټي‌ ان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس