کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د اقتصاد ریاست مسوولینو ويلي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړشوي دي.
د مسوولینو په خبره یوازې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې یو لوی او ۱۵۰ وړو چکډېمونو د رغولو چارې پیل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو زیاته کړې، چې د اوسني حکومت له واکمنېدو څخه تر اوسه پورې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د حکومت او موسسو په مالي ملاتړ د څه باندې۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړ شوي، چې په کې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/