کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د درې نیم لکه امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د کیندلو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، دغه کانال د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند شختري سیمه کې د اوه کیلو مترو په اوږدوالي جوړیږي، چې په مرسته به یې ۴ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.
د سیمې بزګران وايي، د دغه کانال په جوړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه حل او د دوی اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/