معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د شاهي کانال د لومړي فاز جوړولو چارې پيل شوې

لغمان کې د شاهي کانال د لومړي فاز جوړولو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان شاهي کانال د لومړي فاز اولني لاټ جوړولو چارې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانېستل شوې.

د خبر پر بنسټ، دغه کانال چې ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د دوو فازونو په درلودو کولی شي شاوخوا ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د دغه کانال پرانیست غونډه کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلي، هېواد کې د اوبو مدیریت ته ژمن دي او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې شاهي کانال به د وخت په تېردو سره په بشپړه توګه ترتیب شي، چې په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د یاد کانال د لومړي فاز لومړی لاټ ۶.۶ کیلومټره اوږدوالی لري، چې په څلور برخو کې به بشپړ شي او ۵ زره هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس