کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو ویلي، چې بادپښ ولسوالۍ کې یې د نشه یي توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد مدیریت اداري امر ویلي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په بادپښ ولسوالۍ کې د شیشې په نوم یوه کارخونه کشف کړې او شپږ تنه یې هم ورسره یوځای نیولي دي.
هغه وایي، دوی په دغه کارخونه کې ۶۶ لیتره هایدرو سدیم، ۲۲ لیتره تېزاب، ۵۰ کیلو ګرامه چونه، د بوټو د میده کولو ماشین، دوه اوسپنیزې تختې، یوپایه جنراتور، ۶ بیلرونه، یوه پایه الکترونیکي ترازو او ۱۲ لیتره هایدرو اسید تیزاب نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، له نیول شویو کسانو څېړنې رواندې دي، چې ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/