معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ۱۸ کرکټ کلبونو ترمنځ د انټرکلپ سیالۍ پیل شوې

لغمان کې د ۱۸ کرکټ کلبونو ترمنځ د انټرکلپ سیالۍ پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کرکټ ادارې مسوول ویلي، چې نن د ۱۸ ثبت شویو کرکټ کلبونو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د خبر پر بنسټ دغه لوبې به یوه میاشت دوام وکړي.
مسوولین زیاتوي، له دغو سیالیو څخه موخه د لغمان منتخب ټیم ته د ښه لوبغاړو انتخابول دي.
دوی وایي، دا ۱۸ کلبونه په دریو ګروپونو وېشل شوي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کې ۵ – ۵ سیالۍ تر سره کړي او له هر ګروپ څخه به دوه مخکښې لوبډلې دوهم پړاو ته لار پیدا کوي.
د یادونې وړ ده چې انټرکلب سیالۍ د افغان کرکټ بورډ د کورني کرکټ رسمي سیالۍ دي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس