معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ۸۰ لکه افغانيو په ارزښت له شپږو کرنيزو اتحاديو سره د کرنيزو ماشينريو مرسته وشوه

لغمان کې د ۸۰ لکه افغانيو په ارزښت له شپږو کرنيزو اتحاديو سره د کرنيزو ماشينريو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان ولایت کې د ۸۰ لکه افغانيو په ارزښت له شپږو کرنيزو اتحاديو سره د کرنيزو ماشينريو مرسته ترسره شوه.
د خبر له مخې په همدې موخه جوړې شوې غونډې کې چې د لغمان والي، د کرنې او مالدارۍ ریيس، د اقتصاد ریيس، د ملي راډيو ټلوېزيون آمر او د FGA د ختيځ زون مسوول ترڅنګ یو شمېر نورو مسولينو او د اتحاديو غړو ګډون درلود، په کې مسوولینو وویل چې په دغو کرنيزو ماشينريو کې څلور ترکتورونه، سره له ټرالۍ، څلور زرنجې، څلور د اوړو ژرندې، اووه د غمنو د رېبلو ماشينونه، پنځه واړۀ ټراکټورونه د باغدارۍ لپاره شامل وو، چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي مرسته او د FGA په همکارۍ تېره ورځ د لغمان د مختلفو سيمو پر شپږو کرنيزو اتحاديو ووېشل.
مسوولینو له مرسته کوونکې موسسې څخه د مننې ترڅنګ د دې ولايت په کرنيزو پرمختګونو ته په اشارې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې بزګران به پياوړي او لغمان به په کرنيزه برخه کې د نورو له مهتاجۍ څخه وژغوري.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لغمان په مختلفو ولسواليو کې پر بزګرانو ماشينرۍ، اصلاح شوي تخمونه او څارويو لپاره يې خوراکي توکي وېشل شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس