کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره بېلابېلو برخو کې د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې.
نورالدین عزیزي له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې دغه راز هغوی ته وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه هرکال د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې لږ تر لږه پنځه نندارتونونه جوړ شي.
د دغه وزارت رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه لیک او په سمنګان ولایت کې د سمنټو فابریکې د جوړېدو اړونده چارو او د هغې د پرانیستلو په اړه هم خبرې شوې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/