معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ازبکستان څخه د ۵ سوه کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي چارې پیلیږي

له ازبکستان څخه د ۵ سوه کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي چارې پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس او ورسره مل پلاوي د ازبکستان د انرژۍ له وزیر سره د دې هېواد د سفر پر مهال لیدنه کړې ده.

په دې کتنه کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي په اړه تخنیکي خبرې شوي.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د اړوند تخنیکي بحثونو تر بشپړېدو وروسته به د دې پروژې چارې پیل شي.

همدارنګه د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان برېښنا شرکت او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو تړون هم لاسلیک شوی، چې د افغانستان لپاره د انرژۍ اړتیاوې پوره کولو کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وایي، یادې هوکړې به د هېواد د انرژۍ کمښت د حل ترڅنګ د برېښنا لېږد اسانتیاوې ډېرې کړي او د راتلونکو پراختیايي پروژو لپاره به زمینه برابره کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس