معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستانه د احتمالي ګواښونو اندېښنې بې ځایه دي

له افغانستانه د احتمالي ګواښونو اندېښنې بې ځایه دي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له افغانستانه د احتمالي ګواښونو په اړه د روسیې اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان د دوی د ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او له دې ځایه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته.

فطرت دې برخه کې د روسیې ترڅنګ د نورو بېلابېلو هېوادونو اندېښنې هم بې ځایه بللې دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ټولو ګاونډیو په ځانګړي ډول شمالي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا یې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ثابته کړې هم ده.

افغان حکومت وروسته له هغې دا غبرګون وښود، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل تاجکستاني سیال سره کتنه کې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس