معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستانه هند ته روان په انځرو بار موټر پاکستان کې سوځول شوی

له افغانستانه هند ته روان په انځرو بار موټر پاکستان کې سوځول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان څخه هند ته روان په انځرو بار یو موټر د بلوچستان لورلایي سیمه کې سوځول شوی دی.
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر یو تن چارواکي عبدالله عزام پر خپل ټویټر د دغې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده.
نوموړي لیکلي چې، (ورانکارو دا کار کړی»
دی وايي د دغو انځرو ارزښت ۳ لکه امریکایي ډالر و.
عبدالله عزام دا یو (جرم بللی) او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیانمنولی شي.
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر دغه چارواکي لیکلي دي، دا په هېڅ صورت د منلو نه دي. د ده په خبره که پاکستان له افغانستان سره ښه اقتصادي او ترانزیتي اړیکې غواړي،‌ باید د دا ډول پېښو مخه ونیسي.
د پاکستان امنیتي چارواکو او په سیمه کې نیمه پوځي ځواک مسوولینو د افغانستان د سرپرست حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې په دې سیمه کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس