معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه له ایران هېواد څخه ۲ زره ۶۷۲ تنه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د خبر پر بنسټ، یاد وزارت د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې دغه کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په دغه ټویټ کې د اسلام کلا د سرحدي آمریت له قوله راغلي چې یادو بېرته راستنېدونکو کسانو کې ۱۲ سوه ۲۸ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
دې وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس