معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو ويلي، چې تېره ورځ له ایران څخه څه باندې ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه ۳ زره ۶۱ تنه افغان کډوال چې ځینې یې په خپله خوښه او ځینې نور یې جبري توګه ایران څخه وېستل شوي وو، هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ هم شاملي دي، چې له ډلې یې ۴۵۸ تنه د مرستو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
دې وروستیو کې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو ته زور ورکړی چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس