کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تېره ورځ ۱۷۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې.
د خبر پر بنسټ دغه کورنۍ د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوي، چې ۲۰ کورنۍ د تورخم، ۴۳ کورنۍ د سپین بولدک، ۷۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۳۵ نورې کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد رالېږل شوې دي.
د مسوولینو په وینا له تازه راستنو شویو کډوالو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوي او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/