معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایران وروسته ترکیه هم د افغان سفارت کونسلګري اوسنیو چارواکو ته سپاري

له ایران وروسته ترکیه هم د افغان سفارت کونسلګري اوسنیو چارواکو ته سپاري

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
وروسته تر هغې چې ایران کې د افغان سفارت چارې اوسنیو افغان چارواکو ته د سپارلو راپورونه ورکړل شول، تازه یو شمېر سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې ترکیې هم پرېکړه کړې چې استانبول کې د افغان سفارت کونسلګري د اوسني حکومت ډیپلوماټانو ته وسپاري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ کارکوونکو ته ويل شوي چې اوسنیو افغان چارواکو ته د کونسلګرۍ د سپارلو لپاره چمتووالی ونيسي.
په رسمي ډول لا تر اوسه د دغې کونسلګرۍ د سپارلو په اړه چارواکو څۀ نه دي ویلي.
دغه هېوادونه په داسې حال کې افغان سفارتونه د اوسني نظام مسوولینو ته سپاري، چې لا هم د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د هېڅ کوم هېواد له لوري په رسمیت نۀ دی پېژندل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس