کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز برېښنا شرکت ریاست مسوولینو ویلي، چې له شېرخان بندر څخه تر کندوز پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د غځولو چارو پیل شوې.
د کندوز د برېښنا شرکت رییس ویلي، دغه چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۶۳ کیلو متره اوږدوالي سره د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د کندز د برېښنا عمومي لګښت ۵۰ میګاواټه انرژي ده، چې د تاجکستان له وارداتي برېښنا څخه تامینیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/