کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قرغزستان د احصایې ملي کمېټې ويلي، چې دې هېواد د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ برابره زیات صادر کړي.
قرغزي رسنیو پرون د قرغزستان د احصایې د ملي کمېټې د مسوولینو له قوله ویلي، دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیونه ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت ۷۰۰زره لیتره پټرول صادر کړي، چې د تېر کال په ورته موده کې ۳ لکه ۱۷زره ډالرو په ارزښت ۱۹زره ۳۰۰ لیتره پټرول صادر شوي وو.
افغانستان ته د قرغزستان د صادر شویو تېلو د هر لټر د بیې اوسط پنځه سینټه دی.
افغانستان ته د دغه هېواد صادر شوي پټرول د دوی د ټولو صادر شویو پټرولو ۸۴ سلنه کیږي.
له قرغزستان څخه د نفتي توکو د صادراتو ډېرښت خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا د اسلام کلا، تورغونډۍ او اقينې په بندرونو کې د نفتي توکو د کېفيت د تثبیت بهير پڅ شوى، چې له امله یې سوداګر له ستونزو سره مخ دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/