کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د ازبکستان د ولسمشر دفتر ویلي، چې یو وار بیا د حېرتان_مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات پیل شول.
دغه دفتر په دې اړه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې مزارشریف ښار ته له حېرتان څخه د لومړي اورګاډي رسېدل لیدل کېږي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې هم ويلي، چې له ازبکستان هېواد څخه تېره ورځ تر غرمې وروسته حېرتان بندر ته شاوخوا ۵۰ واګونه سوداګریز توکي را ورسېدل.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې هره اونۍ په منځني ډول په زرګونه ټنه انتقالات ترسره کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!