کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایتي چارواکو ويلي، چې له متحده عربي اماراتو څخه د هوا له لارې د بلخ مزار شریف ښار ته ۱۶ ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شول.
د خبر پر بنسټ، د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولینو ویلي، دغه سوداګریز توکي د یوې الوتکې په مرسته مزارشریف ته لېږدول شوي دي.
د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر ویلي، یاد سوداګریز توکي چې برېښنايي توکي دي، د “بیات پاور” شرکت اړوند دي، تېره ورځ بلخ ته رسېدلې دي.
هغه زیاته کړې چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر ته د کارګو الوتنه کیږي.
د یاد هوايي ډګر مسوولینو همدا راز زیاته کړې، هڅه کوي څو له دغه هوايي ډګر څخه د هوايي دهلیز له لارې په منظم ډول د توکو د وارداتو او صادراتو د لېږد منظم بهیر پیل کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/