کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې فیلپاکندلر سره کتلي.
اسلام اباد کې د افغاستان سفارت ویلي، دې کتنه کې افغان سفیر اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان وګړو د نیول کېدو او ځورونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د POR ،ACC او شارپ ټوکن لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې باید یونیسیار لازم اقدامات وکړي. د سفارت په خبرپاڼه کې د شکیب له قوله ویل شوي، پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د کورنو تلاشي پرمهال هغه افغان هم نیسي چې قانوني اسناد هم لري او په ځینو مواردو کې ورڅخه د رشوت او ډېرو پیسو غوښتنه کوي. په ورته مهال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشري فیلیا هم پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول او ځورولو په اړه اندېښنه ښودلې په خبره یې، په دې اړه ورته شکایتونه رسېدلي. نوموړې ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند د پای موندلو لپاره یې د پاکستان حکومت سفیرانو، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو سره څوغونډې کړې دي او په راتلونکو ورځو کې به هم پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/