معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / له پاکستانه را ایستل شوي کډوال او په وړاندې یې زمونږ مسوولیت !

له پاکستانه را ایستل شوي کډوال او په وړاندې یې زمونږ مسوولیت !

نن د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر د میاشتې یودېرشمه نېټه ده چې د اسلام آباد د واکمنو له اړخه هلته د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو لپاره د وتلو وروستۍ نېټه شمېرل کېږي او د ښاغلي کاکړ د کابینې له اړخه په دغه هېواد کې د ځایي خلکو او سیاسي ګوندونو له خوا پدې پرېکړه د بیا غور غوښاته هم رد شوه.
بل خوا رسنیز راپورونه وایي چې هره ورځ په سل هاوو افغانې کډوالې کورنۍ له هغه ملک څخه د کډې په بارولو سره بېرته خپل هېواد ته را ستنېږي.
همدا رنګه په کور د ننه افغانستان کې هم حکومت د راګرځول شویو کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره د خپل توان تر حده چمتووالی نیسي او هڅه کوي د شته امکاناتو په پام کې لرلو سره له پاکستان او ایران څخه بېرته راګرځول شوي او ځپل شوي کډوال په خپلو ټاټوبو او کلیو کې ځای پر ځای کړي او یا د هغوی لپاره د لنډمهاله کمپونو د جوړولو هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې رسنۍ په پرله پسې توګه داسې راپورونه خپروي چې په پاکستان کې له کلونو کلونو مېشت افغان کډوال چې هلته یې پانګونه کړې او آن تولیدي فابریکې یې فعالې کړې دي، د اسلام آباد د واکمنو د دغه زور او فشار له امله خپل د کور سامان او ځیني فابریکې په خورا ناچېزه بیه پلوري ځکه بېرته د راوړلو توان یې نه لري او د اسلام آباد چارواکو هم تر یوې معلومې کچې د زیاتو پیسو په انتقال بندیز لګولی دی.
دا لومړۍ ځل ندی چې پاکستاني چارواکي له خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو سره داسې چلند کوي، تر دې وړاندې او آن په افغانستان کې د جګړې د بلو لمبو په مینځ کې چې کله هم د اسلام آباد واکمنو څه خوب لیدلی یا د خپلو خلکو او ولس له اړخه په نورو مسایلو کې تر فشار لاندې راغلي دي، نو هلته پر مېشتو خوارو افغانانو یې د ژوند زمینه تنګه کړې او دهغوی نیونې او ځورونې ته یې ملا تړلې ده او یا یې په ناقانونه توګه له هغوی څخه د پیسو د شکولو په موخه د هغوی د ویستلو او بېرته خپل هېواد ته د هغوی د راستنولو بهانه، د فشار د یوې حربې په توګه کارولې ده.
پدې ترڅ کې آن هغه خوار افغانان هم په پاکستان کې خوندي ندي چې هلته د هستوګنې قانوني اسناد په لاس کې لري او که نور هېڅ هم نه وي د هغوی د قانوني اسناد ( پاسپورټ، ویزه او یا نورو اړونده اسناد) د پاکستاني پولیسو له خوا قیدېږي او له بې کسه او بې وسه افغانانو څخه د رشوت د اخیستو هڅه کوي.
همدارنګه د رسنیزو رپوټونو له مخې ډېر هغه خلک چې لسېزي یې په پاکستان کې ژوند کړی، هلته یې کاروبار جوړ کړي، خو اوس د اسلام آباد د چارواکو د فشار له امله هر څه ترې پاتې شوي او یا یې خپل وسایل په ډېرو کمو بیو پلورلي دي. یو شمېر کډوالو د اجباري اېستلو پروسې په پیل سره رسنیو ته دا هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت کډوالو ته له پنځوس زره کلدارو د ډېرو پیسو، څارویو او ډېرو نورو قمیتي توکو د لېږد اجازه هم نه ورکوي.
د اسلام آباد د واکمنو دا ډول فشارونه او ناوړه چلند که څه هم په کور د ننه د هغه هېواد د ولسونو او په تېره بیا په سرحد او بلوچستان کې د مېشتو ولسونو او ځینو سیاسي ګوندونو له خوا هم غندل شوی او غوښتنه ترې شوې چې په پاکستان کې پناه اخیستونکي خوارو افغانانو څخه دي لاس واخیستل شي، خو د “ښاغلي کاکړ” او د هغه د موقتې کابینې د ځینو غړیو چرګ یوه پښه لري او له خپلې دغه پرېکړې نه اوړي!
د اسلام آباد د دې ډول پرېکړې تر شاه خوا مخواه د دې هېواد د پوځي حلقو لاس شته او دا “پردی لاس” لکه څه ډول چې په اسلام آباد کې په موقت ډول د ښاغلي کاکړ د واکمن کولو تر شاه ښکاریده، اوس له هغه ملک څخه د خوارو افغانانو د اجباري اېستلو او هلته د دوی د جایدادونو او آن له هغوی څخه د نقدو پیسو د بېرته ستنولو تر شاه هم په ګڼو موضوعاتو کې له ورایه ښکاره دی او که کاکړ صاحب او ملګري یې څومره هم وغواړي دا حقیقت نشي پټېدای.
خو اوس هغه څه چې د ډیورند د فرضي کرښې دې خواته د افغانستان پر حکومت او چارواکو لازم دي دا دي چې باید د بېرته راګرځول شویو افغانانو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي او د نړیواله مرستندویه ادارو په ملتیا د هغوی د بېرته مېشته کولو او هغوی ته د یوه معقول کار د پیدا کولو په اړه جدي پاملرنه وکړي.
د پښتو ژبې مشهور متل دی چې وایې “کله چې لاس مات شي خپلې غاړې ته ځي”، اوس نو که دغه خوار او د پنجاب په څپېړه ځپل شوي افغانان، هر څه دي د دې ملک وګړي شمېرل کېږي او حکومت ته په کار ده چې د هغوی د بېرته مېشته کولو او هغوی ته د کار او روزګار د پیدا کولو په لاره کې جدي ګامونه واخلي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس