معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له پرونۍ نښتې وروسته پاکستان سره د افغانستان د سپین بولدک لاره تړل شوې

له پرونۍ نښتې وروسته پاکستان سره د افغانستان د سپین بولدک لاره تړل شوې

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: پرون یکشنبه (د لړم ۲۲مه) له قندهاره داسې راپورونه خپاره شول چې له پاکستان سره پر پوله د سپین بولدک دروازه کې افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته رامنځ ته شوې.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې دواړه خواوې یو پر بل ډزې کوي.
که څه هم د نښتو دغه خپرې شوې ویډیوګانې په رسمي ډول د یوه لوري لخوا هم نه دي تایید شوي خو په کابل کې د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یاده نښته ناسمه پوهېدنه او یوه کوچنۍ پېښه بللې او په خبره یې “دا په محلي کچه ستونزه وه، کنټرول شوې او لویه شوې نه‌ ده. د دواړو خواوو مشران په جریان کې شوي او د ستونزې مخه یې نیولي.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم رسنیو ته د دغې پېښې په اړه ویلي چې د غلط فهمۍ پر بنا دواړو خواوو پر یوه بل ډزې کړي خو دوی یې د اصلي لامل د پلټلو هڅې پیل کړي.
فارس خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې له دغې نښتې وروسته د سپین بولدک لار د هر ډول تګ را تګ پر مخ تړل شوې، چې زرګونه کسان یې دواړو خواوو ته بند پاتې دي.
سرچینې ویلي پاکستاني چارواکو وروسته له هغې د دروازې د تړلو پرېکړه کړې، چې وسله والو کسانو د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه په دغې نښته کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس