معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له څلور لسیزو وروسته بیا ځل کندز کې د سپین زر دولتي شرکت خپل فعالیت پیل کړ

له څلور لسیزو وروسته بیا ځل کندز کې د سپین زر دولتي شرکت خپل فعالیت پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندز سیمه ییزو مسوولینو ويلي، چې په دغه ولایت کې د سپین زر دولتي شرکت له څلور
لسیزو ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان مرکزي بانک عمومي رییس او یو شمېر نورو دولتي مسوولینو ګډون کړی و.
په دغه مراسمو کې د یاد شرکت مرستیال وویل، چې دغه شرکت تاریخي مخینه لري او په تېرو څلورو لسیزو کې یې فعالیت نه درلود، خو اوس تازه یې بېرته فعالیت پیل کړ.
په ورته مهال د مالیې وزارت د دولتي عمومي شرکتونو رییس ویلي، چې اوس مهال دغه شرکت د پنبې، د زغرو او کونځلو غوړیو، د صابون جوړولو برخه کې فعالیت لري او له دې وروسته به د دغو تولیداتو څخه د شمال ختیځ زون کسان استفاده وکړي.
هغه وویل، چې د دغه شرکت په بیا رغولو ۵ لکه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس