له چین څخه افغانستان ته د اقتصادي دهلېز د ازمایښتي تطبیق چارې پیل شوې
کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږي/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له چین څخه افغانستان ته د باروړونکي دهلېز/رېل ګاډي د ازمایښتي تطبیق چارې پیل شوې دي.
رېل ګاډي له چین څخه قرغیزستان، ازبکستان او په اخر کې افغانستان ته رسېږي.
ازبک چارواکو ویلي، ازبکستان ته د دغه هېواد له لارې د محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې ٧٠ سلنه تخفيف ورکړل شوی.
ورته مهال د افغانستان د اورګاډي ادارې مشر بخت الرحمن شرافت ویلي، چې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلېز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز توکي قرغزستان ته رسېدلي او په څو ورځو کې به د حیرتان بندر ته ورسېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا انتقالات د “دهلېز واخان” شرکت له خوا ترسره کېږي.