معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کابو ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکې ۵۳ زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوې

له کابو ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکې ۵۳ زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون غړو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې، دوی د کمېسیون د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره معلومات شریک کړي دي.
د راپور پر بنسټ دوی زياته کړې، چې کابو ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه تشخیص شوې، چې ۵۳ زره جریبه ځمکه یې له غصب خلاصه او دولت ته سپارل شوې ده.
راپور زیاتوي، چې ځینې غاصبین محاکمو ته هم ورپېژندل شوي دي.
دوی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د کمېسیون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړي دي.
سیاسي مرستیال د ياد کمېسيون هڅې ستايلې او ویلي یې دي چې هیچاته اجازه نه ورکوي، چې دولتي او عامه ملکيتونه غصب کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس