معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو د ثبت نام اجازه نه ده ورکړې

لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو د ثبت نام اجازه نه ده ورکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب استولی چې په کې شخصي پوهنتونونو ته امر شوی چې د کانکور ازموینې لپاره تر امرثاني پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي.
د شخصي پوهنتونونو اتحادیې هم د لوړو زدکړو وزارت لخوا دوی ته د دغه مکتوب استول منلي دي.
په مکتوب کې ټینګار شوی چې که کوم پوهنتون د دوی له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د نجونو پر تعلیم، تحصیل او کار باندې نړیوالې ټولنې په لویه کچه د سرپرست افغان حکومت اوسنۍ پرېکړې غندلي او دا یې نا عادلانه بللې، خو د حکومت مسوولین بیا وایي، دوی هڅه کوي چې د نجونو تعلیم، تحصیل او کار لپاره اسلامي شرایط برابر کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس