معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل وپېرل

لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل وپېرل

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي ویلي، دغه وزارت د هېواد د دولتي تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو لپاره مجهز او عصري وسایل د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پېرلي دي.
د هاشمي په وینا، په دې وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجربو لپاره کیمیاوي توکي شامل دي.
د مسوولینو په وینا دا وسایل به د زده کړیالانو د عملي زده کړو د اسانولو لپاره ډېر ژر تحصیلي نهادونو ته ولېږدول شي.
تمه ده چې د تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو او زده کړیالانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس