معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوګر او نژدې ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی

لوګر او نژدې ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۲۲مه او د اګسټ ۱۳مه نېټه ده) د لوګر سیمه ‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د زمري په ۲۰مه د لوګر د مرکز «پل علم» په ځينې برخو کې سخت سېلابونه را وتلي و، پر مرګ ژوبله سربېره یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي.
باختر دولتي خبري آژانس په خپل ټويټر کې د لوګر د سيمه ‌ييزو چارواکو له خولې ليکلي چې د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله د دريو ښځو په ګډون لس تنه مړه شوي دي.
د باختر آژانس د راپور له مخې دغو سيلابونو د استوګنې سلګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه باغونه ويجاړ کړي دي.
په ورته وخت کې په خوست او وردګ ولایتونو کې هم تر سختو اورښتونو وروسته راوتلو سېلابو اووه کسان مړه کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس