معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې اته تنه د غلا په تور نیول شوي

لوګر کې اته تنه د غلا په تور نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د اته تنو غلو له نیول کېدو خبر ورکړی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو لخوا د خاکي دښتې په سیمه کې درې تنه غله هغه مهال ونیول شول، چې د شپې پرمهال یې د اوبو د څاګانو شمسیانې غلا کولې.
د نوموړي په خبره له یادو کسانو سره د یو موټر په شمول څو شمسیانې هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې د څرخ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ منسوبینو په هڅو پنځه تنه غله د بېلابېلو جرمونو په تور د یادې ولسوالۍ په مختليفو سیمو کې نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په وینا نیول شوي کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اړونده دوسیې یې قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس