معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د سرخاب بند د ساتنې او څارنې پروژه پرانیستل شوه

لوګر کې د سرخاب بند د ساتنې او څارنې پروژه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې لوګر کې د سرخاب بند د ساتنې او څارنې پروژه د اوبو او برېښنا د سرپرست وزیر له لوري پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

د راپور پر بنسټ، د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې سرپرست وزیر ویلي، سرپرست حکومت په پوره ژمنتیا او د مسوولیت له مخې هڅه کوي چې له ولس سره خپلې کړې ژمنې پلې کړي.

بل لور د لوګر ولایت والي دغو مراسمو کې د سرخاب بند د ارزښت په اړه په خبرو کې له خلکو غوښتي، چې د دې بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې د اوبو او برېښنا له وزارت سره همکاري وکړي.

د سرخاب د اوبو بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې ۲۵ متره لوړوالی او ۱۳۵ متره اوږدوالی لري او ۹ میلیونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ د شاوخوا ۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس