معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د لسګونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وشو

لوګر کې د لسګونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت په خروار ولسوالۍ کې یې د لسګونه جریبه دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی کړی دی.
د خبر پر بنسټ د کرنې او مالدارۍ رییس او د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېټې مشر ویلي، چې د لوی اختر له رخصتۍ څخه په ګټې اخیستنې، یو شمېر کسانو د څاه ګانو کېندلو په پار د خروار ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو کې هڅې پیل کړې وې، چې د دې کمېټې په لارښوونه د ګډ پلاوي له لوري یې کارونه وځنډول شول او د لسګونه جریبه دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو.
خروار ولسوالۍ چې ډېری برخه یې دښتې جوړوي، ټوله ځمکه یې دولتي ګڼل کیږي.
ولایتي چارواکو ویلي، چې د اوسني حکومت په راتګ سره دغه ولایت کې د زرګونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس