معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړیږي

لوګر کې د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایتي چارواکو ویلي، چې د نوي ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.

د دغه ولایت والي پل‌علم کې د مرکز پل علم او ولسوالیو د محاکمو له مسوولینو سره په یوه ناسته کې ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې د محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ولسوالیو محاکمو لپاره ودانۍ به د یوه کال په ترڅ کې د سرپرست حکومت د پراختیایي بودیجې څخه جوړې شي.

د ده په خبره دغه ودانۍ به د ولسوالۍ په کچه د یوې محکمې ټولې اداري اړتیاوې بشپړې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس