معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې پیل شوې

لوګر کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولینو د ولایت مرکز ته اړوند د شهیدانو تپې د زرغونتیا په موخه د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو له پیل څخه خبر ورکړ.
د خبر له مخې د کرنې ريیس ویلي، دغه درې پروژې، چې مرکز پل علم ته اړوند د شهیدانو تپې کې پلې کیږي، په کې د یادې سیمې د زرغونتیا او د نیالیګو اوبه کولو په پار د اوبو د ژورې څاه کیندلو سربېره، د اوبو ذخیره کولو حوض او د ساحې د ساتونکو لپاره د خونې جوړول شامل دي.
ځایي چارواکو زیاته کړې، چې د دغو پروژو یاد لګښت د کرنې ریاست اړوند د غنمو په بدل کې کار او د بشري قواو د انکشاف ادارې لخوا ورکول کیږي، چې د جوړلو چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې به بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، د سرپرست افغان حکومت له راتګ سره سم دغه تپه د شهیدانو په نوم ونومول شوه، چې تراوسه په کې ۹ زره بېلابېل زینتي او مېوه لرونکي نیالګي او بوټي کېنول شوي دي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس