کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوګر پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونکو او زده کوونکو د درسي کیټونو د انتقال لړۍ پیل کړې ده.
د راپور پر بنسټ، د لوګر د پوهنې ریاست زیاته کړې، چې د کتابونو د لېږد دا لړۍ د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د هدایت پر اساس پیل شوه، چې نن او سبا به د مرکز او ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته ورسول شي.
د مسوولینو په وینا د پوهنې آمریتونو ته په لېږدېدونکو توکو کې ۲۹۹ کیټه د ښوونکو درسي توکي ، ۲۷۳۵ کیټه د زده کوونکو درسي مواد ، ۶۲ کیټه د زده کوونکو سپورټي وسایل او ۲۶۲ کیټه نور د ښوونځیو تخنیکي وسایل شامل دي، چې دغه کیټونه د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې یونېسف چمتو کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/