معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې يو کس په خپل لګښت یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

لوګر کې يو کس په خپل لګښت یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوګر د پوهنې ریاست ویلي، چې په مرکز پل‌ علم کې د هارون خېلو منځیني ښوونځي ته د یو کس په شخصي لګښت ودانۍ جوړه شوه.
دغه ښوونځی له برېټانیا څخه د نوي راستون شوي افغان همایون بهادر په شخصي لګښت په پاخه او اساسي شکل په یو پوړ کې جوړ شوی، چې ۳۵ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
دغه ښوونځی ۸ درسي ټولګي، په لمریزه برېښنا سمباله څاه او نور اړین ملحقات لري، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۶ سوه زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپېریال برابر شو.
نوموړي کس د یاد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو ترڅنګ ۹ ښوونکو او ۴ سوه زده کوونکو ته د پوهنې په رنګ د ښوونځي جامې هم جوړې کړې دي.
د هارون خېلو د هلکانو او نجونو لومړنی ښوونځی ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوی، چې شته ۴۵۰ زده کوونکو یې د تاسیس له پیله تر اوسه په خېمو کې زده کړې کولې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس