معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لښکرګاه کې بهر ته د اوسپنې درې تنه قاچاق کوونکي نيول شوي

لښکرګاه کې بهر ته د اوسپنې درې تنه قاچاق کوونکي نيول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د شپږمې امنیتي حوزې قلعه بست سیمه کې پر اوسپنې بار درې عرادې ټیوټا ډوله موټرې نیول شوي دي.
د شپږمي حوزې مسوولینو ویلي، چې د دوی د ځواکونو لخوا د دغې قاچاق په تور درې تنه هم نیول شوي دي.
د دوی په خبره یادو کسانو غوښتل، چې دغه اوسپنه په غير قانوني او قاچاقي ډول له هېواده بهر ولېږدوي.
مسوولین وایي، چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ځایي امنیتي ځواکونو د یو شمېر قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس