معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ماليې وزارت وایي، روان کال د ۹۴ زره ټنه قاچاقي توکو مخه نیول شوې

ماليې وزارت وایي، روان کال د ۹۴ زره ټنه قاچاقي توکو مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ماليې وزارت ويلي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې په ۶ ولايتونو کې د څه باندې ۹۴زره ټنه قاچاقي توکو مخه نيولې ده.
ماليې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د یاد وزارت كاركوونكو د ۱۴۰۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د کندهار، نیمروز، خوست، پکتیا، هلمند او د ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د ۹۴ زره ۱۱۶ ټنه بې کېفيته او ممنوعه طبي، زراعتي او يوناني درمل، خوراکي او نشه يي توکي چې په قاچاقي ډول له پاکستان څخه افغانستان ته را واردېدل، مخنیوی کړی دی.
دغې وزارت ويلي، اوسمهال د هېواد په ټولو لویو لارو کې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ګرځنده څارنې ټيمونه فعال دي او چاته اجازه نه ورکوي، چې قاچاقي او ممنوعه توکي هېواد ته را ولېږدوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس