معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت د تېر حکومت ۲.۷ میلیارده افغانۍ پور يې پرې کړی

مالیې وزارت د تېر حکومت ۲.۷ میلیارده افغانۍ پور يې پرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له پرېکړې سره سم یې د تېر حکومت د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو یې ۲.۷میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت د خبر له مخې، دغو بهرنیو بنسټونو څخه نړیوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ آسیایي بانک ته نږدې ۱.۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي، روان ۱۴۰۳ مالي کال یې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په موخه له ملي بودیجې یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتنې او د حکومت د رهبري له لارښوونې سره به یادو بنسټونو ته ورکړل شي.

دغه وزارت زیاته کړې، تېرو دریو کلونو کې سرپرست حکومت له هېڅ بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی؛ بلکې هڅه کوي له تېر څخه ورپاتې پورونه هم له شوي قرارداد سره سم آدا کړي، څو افغانستان د هېڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ پوروړی پاتي نه شي.

تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت هم ویلي وو، چې څلورو ګاونډیو هېوادونو ته یې د وارداتي برېښنا له درکه ۶۲۷ میلیونه ډالر پور ور خلاص کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس