معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / محمود خان اڅکزی وایي، ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعتونه ورکړل شي:

محمود خان اڅکزی وایي، ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعتونه ورکړل شي:

کابل-گهیځ نیوز (د قوس/ليندۍ ۱۴)
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بلوچستان کې د یوې لویې غونډې پرمهال غوښتنه کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیتونه ورکړل شي. نوموړي دا څرګندونې د خپل ګوند د بنسټ ایښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي چې په خان شهید مشهور و، د نهه څلوېښتم تلین په مناسبت یوې سترې غونډې ته په خپلې وینا کې کړې دي. هغه د نورو خبرو ترڅنګ د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
اڅکزي ویلي افغانستان د پاکستان ښه ملګری کېدای شي، خو وایي له سیاسته د پاکستان ناخبره واکمنان باید له دغه سوچ له ذهنه وباسي چې افغانستان د پاکستان پنځم ولایت شي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت دواړه باید یو بل ته د یو بل په هېوادونو کې د لاسوهنې نه کولو ضمانت ورکړي. هغه غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د دواړو هېوادونو تابعیتونه هم ورکړل شي.
تر اوسه دواړو حکومتونو د نوموړي دغې غوښتنې پۀ اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس