کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
بي بي سي رسنۍ سره د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي ويلي، چې دوی اوسمهال افغانستان کې د جګړې بشپړ مخالف دي.
دغې رسنۍ سره نوموړي ویلي، جګړه په افغانستان کې د سیمه ییزو استخباراتو لاسوهنې ته لار هواروي.
دې ځانګړې مرکه کې فضلي ټینګار کړی، چې جګړه ستونزه نه هواروي.
د ده په خبره کله چې دوی په حکومت کې وو، د یوه مشروع نظام له آدرسه، جګړې د هېواد د دفاع لپاره مشروعیت درلود، خو اوس که ډلې ځي او افغانستان کې جګړه پیلوي، طبعاً دوی به د سیمې له استخباراتو پیسې او وسلې اخلي او د افغانانو وینه به بهوي، چې دوی د دې چارې په بشپړه توګه مخالف دي.
د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د چارو ادارې تېر رییس د افغانستان د حالاتو په تړاو رسنۍ سره خبرې کوي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳