معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسوولینو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند ۳ زره ۵۷۳ عرادې نظامي وسايطو د ترميم خبر ورکړ

مسوولینو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند ۳ زره ۵۷۳ عرادې نظامي وسايطو د ترميم خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د حمايوي لوژستيکي کنډک اړوند ورکشاپونو کې د تير يو کال پرمهال د قول اردو اړوند ۳ زره ۵۷۳ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط ترمیم او د استفادې وړ ګرځېدلي.
د يادو ورکشاپونو مسوول ویلي، دوی په قول اردو کې د وسايطو او وسلو ترميم منظم ورکشاپونه او بشپړ مسلکي پرسونل لري، چې پرمټ يې د يو کال په موده کې ۳ زره ۵۷۳ عرادې بېلابېل نظامي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړل.
دوی زياتوي، سربېره پر دې یې د هغو وسايطو د ترميم چارې هم پيل کړې، چې له تېرې ادارې څخه ويجاړ پاتي او په تخريب يا کباړ حساب شوي وو.
نوموړي ژمنه يې وکړه چې په دغه برخه کې به شپه او ورځ هلې_ځلې کوي او د بېت المال اړوند وسايطو او وسلو ساتنې په موخه به خپلې هڅې جارې وساتي.
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ډېری نظامي وسایط او تجهیزات تخریب کړل شول، چې اوس یې سرپرست افغان حکومت پر بیا رغون کار روان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس