معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسوولین وایي، غزني کې یې د ۲۰ جریبه لرغونې ځمکې له غصبه مخنیوی کړی

مسوولین وایي، غزني کې یې د ۲۰ جریبه لرغونې ځمکې له غصبه مخنیوی کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ښار لومړۍ حوزې د روضې په سیمه کې یو شمېر خلکو غوښتل، چې څه باندي ۲۰ جریبه لرغوني ځمکې غصب کړي او په یادو ځمکو کې یې دېوالونه جګ کړي وو، چې په خبره یې د ځایي مسوولینو له لوري ونړېدل.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړې، چې شاوخوا لس لرغونې سیمې په دغه ولایت کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د لرغونو سیمو په ډله کې ثبت دي او هېچاته به د دغو لرغونو ځمکو د غصب اجازه ورنه کړي.
د مسوولینو په خبره د روضې په سیمه کې په تېرو شلو کلونو کې په یوه اندازه لرغونو ځمکو کې کورونه د خلکو له لوري جوړ شوي، چې د هغه په خبره، د یادو غصب شویو ځمکو راپور د دغه ولایت د غصب شویو ځمکو د استرداد له کمېسیون سره د بېرته راګرځېدا په موخه شریک شوي دي.
غزني د هېواد له لرغونو ولایاتو څخه شمېرل کیږي، چې د تاریخ په اوږدو کې د سترو امپراتوریو مرکز یاد شوی او لرغون پوهان په دې باور دي، چې د هغوی د تاریخ د ژوندي ساتلو لپاره اړتیا ده، چې لرغونې سیمې او تاریخي آبدات په ښه توګه وساتل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس