کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په امریکا کې د کاتولیکې کلیسا مشهور پادري هیلاریون هاګي اعلان کړی چې اسلام یې منلی او خپل نوم یې له هیلاریون هاګي څخه سعید عبداللطیف ته بدل کړی دی.
نوموړي وړاندې ویلي، چې د اسلام منلو پرېکړه یې خپل وطن ته له ستنېدو سره سم وکړه، خو زیاته کړې یې ده چې هغه له لسیزو راهیسې اسلام او مسلمانۍ سره مینه درلوده.
دغې پخواني پادري ۱۵ کاله د مسیحي دین د دعوتګر په توګه پاتې شوی و.
د معلوماتو له مخې نړۍ کې هر کال په لکونو انسانان چې د بېلابېلو دینونو پېروان وي، اسلام ته راګرځي او په دغه دین مشرف کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/