معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مصر له اسراییلو سره د سولې نږدې ۴۰ کلن تړون د لغوه کولو ګواښ کړی

مصر له اسراییلو سره د سولې نږدې ۴۰ کلن تړون د لغوه کولو ګواښ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهيځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې تړانګې په جنوب کې د مصر سرحد ته نږدې رفح ښار ته د خپلو ځواکونو د لېږلو خبر ورکړ،  مصري چارواکو ویلي، که اسراییل دغه اقدام وکړي، نو دوی سره به شوی د سولې تړون لغوه کړي.

نږدې څلوېښت کلن د سولې تړون لغوه کړي.

دغه تړون چې نږدې څلوېښت کاله وړاندې په کال ۱۹۷۹ زېږدیز کې د امریکا په منځګړیتوب شوی و، د مصر او اسراییلو د مشرانو ترمنځ روغبړ هغه مهال ډېره نوې او حېرانوونکې پېښه وه.

پر فلسطین د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو دوام له امله پر دې تړون نیوکې ډېرې شوي دي.

پر غزې د اسراییلي اشغالګرو د روانو بریدونو له امله تر اوسه د ۲۸ زرو څخه د ډېرو بې دفاع ولسي فلسطینیانو د وژل کېدو او د ۶۸ زرو په شاوخوا کې د ټپي کېدو پخلی شوی دی، خو ځینې ناتایید شوي راپورونه بیا د مرګ – ژوبلې شمېره تر دې دوه چنده لوړه ښیي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس