معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مـ.ـلا عـ.ـبدالغـ.ـني بـ.ـرادر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

مـ.ـلا عـ.ـبدالغـ.ـني بـ.ـرادر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مـ.ـلا عـ.ـبدالـ.ـغني بـ.ـرادر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او نورو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
دوی ویلي، افغان حکومت غواړي چې د ایران له لارې خپل صادرات او واردات زیات کړي او په دې برخه کې یې له ایرانه د ملاتړ غوښتنه کړې.
خبر زیاتوي، چې دغه هیئت پرون په ضمن کې د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې هم ګډون کړی دی.
دغه غونډه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انتقالاتو، ګمرک او چاپېریال په برخو کې د ګډو کاري ډلو په ایجاد باندې بحث شوی دی.
مـ.ـلا عـ.ـبدالـ.ـغني بـ.ـرادر د افغان حکومت د یوه هیئت په مشرۍ د شنبې ورځ تهران ته تللی، چې مسوولینو ویلي دغه سفر د ایران په رسمي بلنه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس