معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملا برادر د امو سیند حوزې تېلو د معیاري استخراج غوښتنه وکړه

ملا برادر د امو سیند حوزې تېلو د معیاري استخراج غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې د آمو سیند حوزې د تېلو د استخراج قرارداد یوې چینایي کمپنۍ ګټلی دی.
د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د آمو سيند حوزې د تېلو د استخراج د تړون په مراسمو کې د نوموړي کمپنۍ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې تېل دې له نړيوالو معيارونو سره سم استخراج کړي.
برادر دغې کمپنۍ ته په دې برخه کې د دولتي بنسټونو د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د دې قرارداد په مرسته به د افغانستان اقتصاد لا پیاوړی او د تېلو له پلوه به پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.
د معلوماتو له مخې افغانستان کې افغان – تاجک، آمو سیند، هرات، هلمند او کټواز کې د تېلو سترې حوزې شته، چې د خامو تېلو تخمیني ذخایر یې یو اعشاریه اته میلیارد بوشکو ته رسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس