کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
هندۍ رسنۍ نیوز ۱۸ په یو راپور کې ویلي، افغانستان ته د پاکستان د ISI د مشر د سفر پر مهال نوموړي کابل کې افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې پاکستان کولی شي هر ځای کې چې وي، د خپل نظام مخالفې ډلې وځپي.
د دغې رسنۍ د خبر له مخې د ISI د مشر دې خبرې ته د افغانستان دفاع وزیر تند غبرګون وښود.
نیوز ۱۸ زیاته کړې، یعقوب مجاهد د نوموړي دې خبرې په ځواب کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې موږ ته ګواښ مه کوئ، وګورئ چې امریکا څه شوه؟
د افغانستان دفاع وزیر تر دې وړاندې هم افغان خاوره کې د پاکستان د عملیاتو د کولو په غوښتنه تند غبرګون ښودلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/