معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملتان کې موندل شوي ګڼ شمېر مړي؛ ټي ټي پي یې د پاکستان د حکومت کار بولي

ملتان کې موندل شوي ګڼ شمېر مړي؛ ټي ټي پي یې د پاکستان د حکومت کار بولي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د پاکستان په ملتان کې د نشتر په تدریسي روغتون کې د ګڼ شمېر بلوڅ او پښتونو وګړو د مړو موندل غندلي او دا یې د پاکستان د حکومت کار بللی دی.
تېره ورځ پاکستاني رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې په ملتان کې د نشتر روغتون دننه د ۲۵۰تر ۳۰۰ مړي موندل شوي، چې ۴ یې د بام پر سر او پاتې نور په یوه ځانګړې کوټه کې ساتل شوي وو.
دغه مړي چې له کلونو راهیسې پراته دي، د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې راغلي چې بدنونه یې څېرې او غړي یې ترې ایستلي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې له څه مودې راهیسې زرګونه پښتانه او بلوڅان لا درکه او په ورته برخلیک اخته شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله ټي ټي پي هغه ګوندونه غندي، چې په دې اړه یې چوپتیا غوره کړې او خبر ور کوي، چې د پاکستان له حکومته به د دې کار غچ واخلي.
د پاکستان حکومت تر دا مهاله نه د مړو په باب او نه هم د ټي ټي پي د خبرپاڼې په اړه کومه تبصره کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس