معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۲۵ پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۲۵ پروژې منظورې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت، ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې کړې.
د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور او د دوه نورو بیا لغوه شول.
د سرچینې په خبره، منظور شویو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغېس کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، د باکیفیته او چټکو انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس